الله چغه د تکبير د حیدر را
توان موقع د حق بیان په منبر را
چې پرې زړونه کړمه موم د سنګدلانو
په ګفتار کښې مولی داسې اثر را
چې د وخت جبر برداشت کړمه سبحانه
د فولاد و راله زړه او ځیګر را
چې پرې اورسم د حق اعلی مقام ته
لويه خدايه د خیال داسي وزر را
چې دیدن د صداقت اوکړم کریمه
د زړه سترګو له مې داسې نظر را
چې پرې رد کړم نظريې د ګمراهانو
علیم ذاته فکر داسې ژور را
روغانے دې د کرم په انتظار یم
الهی د خوشحالی یو خبر را
۲۰۰۴ء
-----------------
چې مشّيت دَ الله خوند راوړو
په خاورو ګټو کښې ئې ژوند راوړو
دا تقدیر نه دے نو نور څه دي آشنا
چاله تخت چاله ئې کند راوړو
چې يوې مور نه شهزاده اوزېږېد
بلې نېستمند او حاجتمند راورو
د شعور ګل د آرزو تخم اوکړو
بیا دغې تخم ارزومند راوړو
چې ئې فساد د آزادی اولید و
انسان خپل ځان له قېدوبند راوړو
اوس مي رواج د دښمنۍ سره شو
کور ته مې شر چې شرپسند راوړو
چې له مغرب ئې خېر خواهي غوښتله
هغه اوچت سر ئي زوړند راوړو
زړې دنیا ته دغې نوې دنیا
اے روغانیه څومره ګند راوړو
۹اگست ۲۰۰۴ء
----------------------------------
درون تن کښې مشغولېږم نور اوزګار بهر ته نه يم
چې کوم ځائې يم هلته نه ایم، هلته ایم چې چرته نه
دیدن هسې دے وېړیا دے د خیالونو په دنيا کښې
چې دا هسې ګودر شته دے، تلے بل ګودر ته نه يم
د اخلاقو ښائست غواړم چې دا حُسن حقیقی دے
پدې وجه هيڅ محتاجه زر، زرګر، زیور ته نه یم
تاج د جبر علامت دے، هم پدې مې ترې نفرت دے
په کوم سر چې دغه تاج وی، سرخم داسې سر ته نه يم
زه له خپله خانه غواړم که راحت که خوشحالی ده
چې خوددار یم نو په طمع د بل هیچا در ته نه يم
هسه زیار به مې رنګ راوړی، خو افسوس زه به يم خاورې
لکه شمع د شپې سوزم خو به بیا سحر ته نه یم
يو زړه د پاره زړونه چې چقیږی مېده کېږی
روغانے د کتو اهل د دنیا منظر ته نه یم
۲۴ جون
----------------------------
حقیقت ته چې مې فام شی، لاس مې اُوزی د هر کاره
يم ژوندے د څه د پاره، کووم ژوند د څه د پاره
زه د څه په انتظار يم، څه زما په انتظار دی
پوهه نه يم چې به څه وي چې لا پس له انتظاره
آخر څه به ترینه جوړ کړم، زه پدې هم نه پوهیږم
که مېوې د خزان راوړم، خوشبویانې له بهاره
دا هر څه وينم فانی دی، زندګی عارضی څیز دے
تو دنیا اوګڼم څنګه، خوشګواره مزیداره
مایوسی لویه ګناه ده، روغانیه توبګار شه
دا نور جهان پری درومي ته هم ځه په دغه لاره
-----------------------------------
چا درله چړې په زړه راکښلی دی جینئ
اوښکې دې په سترګو کښې نیولی دی جینې
ډېره سرګردانه پرېشانه پرېشانه ئې
زړه که دې غلبیل دے خو خاموشه له حيا نه ئې
ته جوړ په سوره کښې د دښمن کور ته روانه ئې
شونډي اسوېلو درله سيزلی دی جینئ
اوښکې دې په سترګو کښې نیولی دی جینئ
وايه د قاتل رواج د کوم غشی ښکار شوې ئې
دا د چا د جرم په سزا کښې ازار شوې ئې
یا خو جوړ بدل کښې د څاروی شان پکار شوې ئې
پټ پټ دې په خپل نصیب ژړلی دی جینۍ
اوښکې دې په سترګو کښې نیولی دی جینئ
یا خو دې ټپه کښې د زړګی آرزو چېړلې ده
یا دې په سندره کښې د چا قصه وئيلې ده
دومره خبر نه وې چې دستور دې خوله تړلې ده
سترګې هم رواج درله ګنډلی دی جینۍ
اوښکې دې په سترګو کښې نیولی دی جینئ
ستا په محرومۍ د انصاف عدل روح ژړا کوي
ستا په حال حساس زړونه ماتم او واویلا کوی
خپل حق دې نصیب شه روغانے درته دعا کوی
ستا حقوق ظالم دور تروړلی دی جینۍ
اوښکې دې په سترګو کښې نیولی دی جینئ
۱۳ اگست ۲۰۰۴ء
------------------------------------
وړوکوالي نه چې اووتم هوښیار شوم په ژړا شوم
د ښکلی خوب په نیمه کښې بېدار شوم په ژړا شوم
ساتلے ناپوهۍ ووم په دردونو کښې بې درده
د وخت په بې رحمۍ چې خبردار شوم په ژړا شوم
ښائست نه قبلوله مې دَ سَوو شونډو مینه
د داسې محرومۍ چې کله ښکار شوم په ژړا شوم
ځوانی مې ژوبل ژوبل شوه آخر شوله شهیده
سپین ګیرے یې حاضر چې په مزار شوم په ژړا شوم
ژړا مې وه د غریو په سختو مټو رانیولې
چې نور د زور زغملو نه ناچار شوم په ژړا شوم
که ژوند غواړم قتليږم که ئې نه غواړمه مرمه
په دوه کښې خوار اټاله راحصار شوم په ژړا شوم
د پوهې خورولو مې جهاد وه روغانیه!
حیا نه پکښې کله چې اوزګار شوم په ژړا شوم
۲۵ستمبر
------------------------------------
مسلمة ! چې د وخت قدر دې نه وه پېژندلے
نو داسې وخت دې اوليدو چې تا نه وه لیدلے
قومونه هلې ځلې کړي سیالی کړې بره خیژی
ته پروت ئې په جمات کښې په خلوت کښې غزېدلے
ګڼلی چې دې سائنس ټیکنالوجي لهو لعب دی
خود ګرځه زما وروره شرمېدلے زیانېدلے
اعمال او عبادات چې دې خنډان د پرمختګ ته
کېدے شی چې قرآن دې صحيح نه وي اورېدلے
طاقت چې دې د چتی دے ګواښېږې کټه باز ته
نو خود به پروت په زمکه ئې شلېدلے پرزېدلے
چې تلې په نېغه کرښه نو زوال ته څنګه لاړی
لږ اوګوره چې بل خوا خو ترې نه ئې اوړېدلے
خدائې يو، رسول دې يو، کعبه يوه ده ته يو نه ئې
هم دا داسې نکته ده چې پرې ته ئې خونېدلے
جائزې لارې چارې او محنت چې ئې مل نه وی
حالت خپل په دعا يواځې نه شي بدلېدلے
غلمان که نه وی خیر دے مستې حورې درنه غواړی
اے خدایه روغآنے په دنيا ډېر دے پسخېدلے
و جولائی ۲۰۰۴ء
---------------------------------
چل د ملاقات صنم له نه ورځی
پښې مې نورې دغه چم له نه ورځی
څه کړی پېغلتوب مې چې ځواني لاړه
يو موسم خو بل موسم له نه ورځی
دې د ژوند کتاب کښې بې دَ مینې نه
نور سبق دُرخو آدم له نه ورځی
سوزی پروانه مدام یو په چراغ
دا ئې وی تقدیر دویم له نه ورځي
څوک چې وی بېغمه نو غمژن به وی
غم ورله ورځی چې غم له نه ورځي
څه ولیکم وخت بې دمه کړے یم
ګوتې مې والله قلم له نه ورځی
رقص د ښکلو، جام او روغانیه ساز
بس زړه مې ددې نه کم له نه ورځی
۳۰ اکتوبر ۲۰۰۴ء