pashto shayari in pashto writing Siraj Ud Din Siraj Pashto poetry | پهې په پرهر





In pashto shayari and prose writing, there is an immense about of pashto writing shayari in all pashtun regions. I gathered a small collection of pashto writing shayari for you in this post from the pahi pa parhar (پهې په پرهر) of siraj dun din siraj.


Welcome to my blog with another nice pashto shayari post that is written in pure pashto writing. In this post, you are going to enjoy a collection of pashto poetry ghazals which contains 8 ghazals. This pashto shayari collection of pashto writing is taken from the book named pahi pa parhar (پهې په پرهر).


If you do not know about this book, then pahi pa parhar (پهې په پرهر) pashto poetry book is written by a well known pashto poet named siraj ud din siraj. Pahi pa parhar (پهې په پرهر) pashto shayari book of siraj ud din was published in about 6 years ago in 2015. So enjoy this beautiful pashto poetry collection of siraj ud din in pashto writing.






Pashto poetry Ghazal 1




هیڅ غمونه به مې نه وے

اے جانانه‌ چې تۀ ښه وے




ستا د خولې په تماشه شم

پوهه نه شمه چې څه وے




نور په هيڅ مې څۀ کار نشته

ستا یادونه وے او زه وے




چې ستا سر زما څنګل وے

ما دیدن کړے ته اوده وے




چې پۀ غېږه کښې دې پروت وے

او ده ژمي يخه شپه وے




روماني غوندې منظر وے

مونږ يو بل ته پۀ کاته وے




د سراج دغه ارمان دے

زه دې ساه وے تۀ مې زړه وے

***







Pashto Poetry Ghazal 2




هغه ښکلے مې د زړۀ د کلي خان دے

کبرجن دے خو بيا هم راباندې ګران دے




همېشه ترېنه فائده اغيار ته رسي

پښتون نر دے، ننګيالے دے خو نادان دے




ځان ترې هېر وي خو پۀ بل کښې اسلام غواړي

څۀ بې خونده، بې عمله مسلمان دے




چې قام خرڅ کړي د اغيارو ملګرتيا کړي

اُف توبه، افسوس افسوس، ارمان ارمان دے




نور عالم ته عالمونه حېرانیږي

يو پښتون دے چې پۀ ځان پورې حېران دے




پۀ يو داسې چاپېرچل کښې زندګي کړم

ورېدلے پرې د وسپنو باران دے




زه سراج به د پښتوژبې زارېږم

چې تر څو مې زړه کښې ساه، تن کښې مې توان دے

***




Pashto Poetry Ghazal 3




وخانده اوربل په بله واړه وه

زړه مې په ګوګل پۀ بله واړه وه




پرېده چې د غرونو لېونے شمه

سترګې دې په چل پۀ بله واړه وه




ښه ده چې د عقل نه بې غمه شي

واړه چاپیرچل په بله واړه وه




نمر مخ راښکاره کړه وريځ لرې کړه


زلفي الوول په بله واړه وه




ښکاري چې لاسونه دې سره کړي دي

ماته دي منګول په بله واړه وه




ستړي شوې نازکه نازنینه یې

سر نه مې څنګل په بله واړه وه




یه سراجه نن په روماتي انداز

خيال دې د غزل پۀ بله واړه وه

***







Pashto Poetry Ghazal 4




نۀ سالار شته، نه رهبر شته، بې منزله مو مزل دے

دا پۀ کوم لوري روان ی، کوم طرفته زمونږ زغل دے




نور پېدا شي عشرت اوکړي، د ژوندون خوندونه واخلي

پۀ مونږ هره ورځ ماتم دے، زمونږ هره ورځ اجل دے




د بارودو پۀ لوګو کښې، د اُورونو پۀ لمبو کښې

پښتانه ایره ايره شول پیښور دے که کابل دے




پۀ بې سره چاپېریال کښې، د خپل ځان پۀ وير اخته یو

هیڅ پۀ چل يې نۀ پوهېږو، دا وطن دے کۀ ځنګل دے




نۀ نظام نۀ انتظام شته نه انصاف شته، نۀ منصف شته

دا لاڅنګه آبادي ده، دا لا څنګه چاپېرچل دے




هر يو بل ته نصيحت کړي، خو پخپله نۀ سمېږي

څوک پخپله باندې غل دے، څوک د غلود لارې مل دے




داامتل دے ‘شېخ فريده چې خلۀ پټه بهتري ده

ريښتیا مۀ وايه سراجه، غلے کښینه وخت بدل دے

***







Pashto shayari Ghazal 5




نوروله سيالي او خوشحالي راوړي

مونږ له اخترونه محرومي راوړي




خدايه په مونږ داسې اختر راولې

ځان سره چې مونږ له پسرلي راوړي




غنې يي په پوزه کښې ټومبلې دي

دې له به لۀ کومې مېخه کي راوړي




هلته دَ اختر خوندونه کله وي

چرته چې وختونه بدحالي راوړي




هله به د جبر ماڼۍ ورانې شي

میاندې که سرتېره ګُلالي راوړي




شل کاله زلمي مسافري اوکړه

اوس به خپلې ناوې له كالي راوړي




زړه چې په ګوګل دننه اوسوزي

شونډو له سرا جه اسویلي راوړي

***







Pashto Shayari Ghazal 6





نن راسره‌ بيا نوې وعدې کوي

بيا راباندې نورې شوګیرې کوي




بیا يې راته اُوخاندل د لرې نه

بیا مې دَ وژلو اِرادې کوي




شېخ چرته کښي ډېر ناروا کړې

ځکه پۀ توبو پسې توبې کوي




دا دنيا چالاکو خلقو اوخوړه

خوار شي څوک چې خوې د آئینې کوي




ډېر شته چې ګاونډ ترې مطمئين نۀ وي

شپه او ورځ اُږدې اُږدې سجدې کوي




مونږ د ښادې ورځې خاوندان نۀ شو

نور قومونه عېش کوي، مزې کوي




داسې بي عمله خلق هم شته دے

خلقو ته د پلار نيکۀ قیصې کوي




ډېرمې د زردار په پښو کښې اُوليدل

هسې طوافونه د كعبې کوي




ځنې د سراج غوندې بدحاله شي

ځنې ورته ګوري تماشې وي

***










Pashto Shayari Ghazal 7





نن به زه څه نه وایمه ته راته څه اُوایه

ځه کنۀ! د ستړي ژوندانۀ راته څۀ اُووايه




زۀ دې د وخکي پۀ خوزولو باندې نۀ رسم

څۀ چې وئیل غواړې خو پۀ خُله راته څۀ اُووایه




ما که درنه سر او مال پۀ مینه کښې قربان نۀ کړل

بيا به ملامته يم هلۀ راته څۀ اُوواپه





ستا د خُلې خبرې د زړګي خبرې چرته دي

دا خبرې مۀ کوه د زړۀ راته څۀ اُووايه




ما باندې د هجر يو ګهړۍ لکه د کال وته

تۀ ګلې پۀ باب د بېلتانۀ راته څۀ اُووايه




مۀ کوه سراجه دا د شونډو، اننګو قیصې

څۀ خو د بدبخته پښتانۀ راته څۀ اُووايه

***







Pashto Shayari Ghazal 8



مونږه پۀ هاغه خلقو عمر له باور کړے دے

چا چې زمونږه وينو څښلو له اشر کړے دے




زۀ د مُلا نه ګيله مند يمه پۀ دې خبره

اظهار د کرکې يي د مینې پۀ منبر کړے دے




ناصحه نور مو د تقدیر پۀ کرښو مۀ غولوه

د خوار وګړي استحصال خو زورور کړے دے




زۀ د رهزن دَ رهزنۍ غندنه څنګه اوکړم

د رهزنۍ عمل زمونږ سره رهبر کړے دے




زرداره تۀ د بې وسۍ پۀ معني څۀ پوهېږې

يتیم د اوښکو، اسوېلو سره اختر کړے دے




اغياره داسې پۀ آسانه به يي څنګه اخلې

پۀ خپله خاوره مو د وینو اوبه خور کړے دے




د مزل سختې مو سراجه يرولے نۀ شي

مونږ پۀ ازغنو لارو ټول عمر سفر کړے دے



***





Sahib Shah Sabir Shayari In Pashto Writing Pictures:



Ghani Khan Shayari In Pashto Writing Pictures:









Related Keys:


Pashto Shayari In Pashto Writing
Pashto Poetry In Pashto Writing
Siraj Ud Din Poetry
Pashto Sad Poetry In Pashto Writing
Pashto Poetry Written
Pashto Poetry Sms In Pashto Writing
Pashto Ghazal Written
Pashto Writing Poetry
Pashto Poetry In Written Form
Pashto Poets And Writers

Post a Comment

0 Comments
* Please Don't Spam Here. All the Comments are Reviewed by Admin.